کابل باختر دغبرګولي لسمه :
د سويډن په مرسته په سمنګانو ولايت کې د دوو وګړنيو پروژو د جوړولو کار پيل شو.
په شمال زون کې د سويډن کميټې د انجنيرۍ د څانګې مسوول انجنير عبدالقيوم رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د شلو ژوروڅاه ګانو کيندل او د سلو مبرزونو جوړول شامل دي چې د فيروز نخچير ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه د رحمت آباد، نوآباد، سيد آباد، بورمه ، برچنارګاه ، تولګچي ، د بر او کوز لب آب ، ملکانو، کفيتان ، هوجګي درې او د صوفي په کليوکې دسويډن دکميټې په مرسته د 5.4 مليونو افغانيو په لګښت پيل شوې دي.
خبرځاى زياته کړه: ژورې څاه ګاني د کليو په مرکزونوکې د ټولو د استفادې په خاطر کيندلې کيږي، خو مبرزونه د خلکو د استوګنې په کورونو په راتلوونکو دريو مياشتوکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چې په جوړولو سره يې د سيمې د دريو زرو تنو ستونزې لرې کيږي چې په راتلوونکې کې د کورنيو په ټولنيز او روغتيايي حالت مثبته اغيزه لري .
د يادونې وړ ده چې د فيروز نخچير د سمنګانو ولايت له شپږ ګونو ولسواليو څخه ده چې ٢٢ زره تنه پکې د سولې په فضا کې ژوندکوي .
0 1 دقیقه لوستل