په سمنګانوکې د دوه زره جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې

کابل / د غبرګولي ۲۳ / باختر
په سمنګانو کې د اوبو د دوو بندونو په جوړولوسره د څه نا څه ۲۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، د اوبو دغه ۲ بندونه له کانالونوسره په د دریم موسسې په مالي مرسته ایبکوښارکې جوړشوي دي او ۲۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي.
ویل کېږي د اوبو دغه بندونه په سمنګانو کې د اوبو د مدیریت او د سیمې د خلکو لپاره د کار د زمینې د برابرولو لپاره جوړ شوي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته