اقتصاد

په سمنګانوکې د بادامو حاصلات په سلوکې ديرش زيات شوي دي

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢٦ :
په سمنګانو ولايت کې د بادامو حاصلات په سلوکې ديرش زيات شوي دي.
دترلاسه شويو او ارقامو له مخې، هيله کيږي چې تيرکال په سمنګانوکې د بادامو حاصلات شپږ سوه ټنو ته ورسيږي. په داسې حال کې چې دغه اندازه تيرکال څلور سوه شل ټنه و.
سمنګان له زابل وروسته د افغانستان زيات بادام توليدوي. ددغه ولايت د بادامو کيفيت او خوند په کورنيو د سيمې د هيوادونو او په نړيوالو بازارونوکې ښه شهرت لري .
اوس د افغانستان په سلګونو ټنه بادام هند، دوبى او نورو عربي هيوادونه او د اروپا بازارونو صادريږي.
په سمنګانوکې د بادامو کرکيلې لاندې څه ناڅه څلور زره شپږ سوه هکتارځمکه احتوا کوي چې ويل کيږي چې دغه اندازه کال په کال د بڼوالۍ دحالت دښه کيدو په لاره کې په هلوځلو سره مخ په زياتيدو ده.
دافغانستان دکرنې او اوبولګولو وزير محمد آصف رحيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د سمنګانو ولايت ددغه وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ د پروګرام تر پوښښ لاندې ولايتونو څخه دى او په دغه پروګرام کې په تيرو پنځو کلونوکې په دغه ولايت کې په څه دپاسه اووه سوه دوه ديرش جريبه ځمکه دقهاربايي ستاربايي او قمبري بادامو نوى بڼوڼه جوړ شوي دي .
دکرنې او اوبو لګولو د وزير د څرګندونو له مخې: دوى د بڼوالۍ د ودې او دکرنې د معياري کولو لپاره د ايبکو په ښار او د حضرت سلطان خرم سار باغ او د روى دوآب په ولسواليوکې درې زره اووه سوه جريبه اوسني بنوڼه احيا او څه ناڅه درې زره څلور سوه تنه بزګران يې د بڼوالۍ د نويو لارو چارو په برخوکې روزلي دي.
په دغه ولايت کې دغه راز د بادامو د حاصلاتو د ودې او د بڼوالو د ستونزو د څيړنې په مقصد بادامو د ګروند ګرو دوه اتحاديې جوړې او فعاليت کوي.
د بادامو د حاصلاتو وده او له ټولو مهم په کورنيو او بهرنيو بازارونوکې د افغانستان دغه ميوې ته د بازرا موندل بڼوال خوشحاله کړي دي .
دسمنګانو ولايت د حضرت سلطان د ولسوالۍ بڼوال محسن وايي چې اوس ټول محصولات يې د سوداګرو له خوا کورنيو او بهرنيو بازارونو ته وړاندې کيږي او له دې لارې دخان او دخپلې کورنۍ اقتصادښه کړى دى.
محسن وايي: هلې ځلې کوي چې دبادامو او دکاروبار لپاره زيات بڼونه جوړکړي.
په همدې حال کې په سمنګانوکې د بادامو کر وندګر اوس هم دکار د وسايلو دکمښت او د کرنې د آفتونو د رامنځته کيدو له امله ستونزو سره مخامخ دي .
په همدې حال کې دکرنې او اوبو لګولو وزارت مقامات وايي چې دوى هلې ځلې کوي چې د مرستو په ترلاسه کولو سره د سمنګانو له بڼوالو سره خپل ملاتړ او مرستې زياتې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته