امنیت

په سمنګانوکې دوه شپيته کيلوګرامه اپين ترلاسه شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٠ :
د امنيتي ځواکونوله خوا نن په سمنګانوکې ٦٢ کيلوګرامه اپين ډوله نشه يي توکي له يو تن ليږدونکى سره يې کشف او ترلاسه شول.
د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بيکزاد د باخترآ ژانس خبريال ته وويل: د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره   د مبارزې د مديريت منسوبينو ٦٢ کيلوګرامه اپين د دغه ولايت په مرکز ايبکوکې  د پلټنې په پوسته کې کشف اوضبط کړل.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه اپين په مهارت سره په ٦٢ کڅوړوکې ځاى پرځاى او د يوه تونس په واسطه د بغلان له ولايت څخه د بلخ ولايت ته  ليږدول کيدل چې د امنيتي ځواکونوله خواکشف او ضبط شول .
د بيکزاد د څرګندونوله مخې: د پيښې  په اړوند د عبدالطيف په نامه يو تن چې د بلخ ولايت  د بلخ ولسوالۍ اوسيدونکې دى؛ نيول شوى دى .
نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتوکې دنشه يي توکو د ليږدونې په باب په خپل جرم اعتراف کړى دى او پيښه څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته