امنیت

په سمنګانوکې درې ټولګټې پروژې د استفادې وړ وګرځيدې

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٩

درې ټولګټې پروژې نن په سمنګانو ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.

 دغه پروژې له نشه يي توکو سره د مبارزې د چارو د وزير له خوا د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې پرانستلې شوې.

د سمنګانو ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس محمد جاويد رسا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د ولايت د مقام د سالون د ودانۍ د يو ورزشي جمنازيوم او د روږدوکسانو د درملنې د شل بستريز روغتون د ودانۍ جوړول شامل دي.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغو پروژو لګښت له نشه يي توکو سره د مبارزې د چارو وزارت او د کوکنارو د کرکيلې د صفر ساتلو په خاطر د دغه وزارت د ښو اجراآتو د ستاينې د پروګرام له خوا ورکړ شوى دى.

د سمنګانو ولايت د سيمه ييزو مسوولينو دڅرګندونو له مخې: له اتو کلونو راپه دې خوا په سمنګانوکې کوکنار نه دي کرل شوي او په همدې مقصد له نشه يي توکو سره د مبارزې چارو وزارت هرکال يو مليون ډالره له دغه ولايت سره مرسته کوي چې مخکې له دې په لسګونو تراکټورونه هم د دغه وزارت د کرنې د ميکانيزه کولو په مقصد له دغه ولايت سره مرسته کړې ده.

 دغه راز د دغه ولايت د لوړو زده کړو د موسسې ودانۍ هم له همدې لارې جوړه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته