په سمنګانوکې درې سوه پنځه اتيا کيلوګرامه اپين کشف شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
يوه زياته اندازه اپين نن په  سمنګانو ولايت کې د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول.
د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بيکزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه اپين ٣٨٥ کيلوګرامه و چې په ٢٦٠ بوربوکې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى شوي و او د بلخ لمبر پليټ لرونکې مازدا موټرکې بارکړى شوى و چې د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول .
د ده د څرګندونو له مخې: دغه اپين په بغلان ولايت کې بار شوي و او د بلخ ولايت ته ليږدول کيدل چې د سمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښار پورې اړوند د رباطک د پلټنې په پوسته کې کشف او ضبط  شول.
بيکزاد زياته کړه: د پيښې په اړوند د مازدا موټر چلوونکى شير علم چې د بلخ ولايت اصلي اوسيدونکي دى؛ نيول شوى دى .
ده زياته کړه: ددغو اپينو کشفول يو ستر برياليتوب دي.
دا په داسې حال کې ده چې اووه مياشتې مخکې هم په همدې سيمه کې ٧٦ کيلوګرامه اپين د سمنګانو ولايت د پوليسو له خوا ضبط شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته