په سمنګانوکې داته کيلو متره سړک دجوړولو کار پاى ته ورسيد

٢١ -کابل باختر د مرغومي پنځمه

  دسمنګانو ولايت په مرکز پورې اړوند دتاي خونک په  غرني سيمه کې  داته کيلو متره سړک دجوړولوکار پاى ته ورسيد .

 دسمنګانو ولايت دفوايد عامې  امر انجنير سيد همايون  دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل دغه سړک چې په سخته سيمه کې  نوى جوړ شوي دي دتاي خونک دسيمې پنځه ويشت کلي  دايبکو  له ښار سره نښلوي .

   دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه سړک د تسمي له کلي پيل شوي او دمدرسي تر  کلي پوري چې دتاخونک دسيمې مرکز دي غځيدلي دي .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه سړک اته کيلو متره اوږدوالي اوشپږ متره سور لري اوشل سانتي متره کريړ پري اچول شوي دي او په تګلوري کې يي پنځه پلونه او پلګي او شل متره استنادي ډيوال دسړک دويجاړيدو دمخنيوي په مقصد جوړ شوي دي .

   دفوايد عامې امر زياته  کړه ددغه سړک لګښت پنځه  سوه زره امريکايي ډالره و چې په نهو مياشتو کې دملګروملتو دسازمان دکليوالي پرمختيا دپروګرام له لاري تطبيق شوي دي .

 دفوايد عامې امر زياته کړه ددغه سړک په تګلوري کې ددغه سړک په جوړولو سربيره  دڅلورديرشو کيلو مترو په اوږدوالي  د سړک ددوو پروژو کار  دوام لري چې  ډير ژر به بشپړ شي .

 دده دڅرګندونو له مخې ددغو سيمو اوسيدونکو پخوا دبغلان ولايت له لاري  خپلو سيمو ته  تګ راتګ کاوه .

 په همدي حال کې دتاي خونک دکلي دخلکو يو تن استازي ملا عبدالصمد  ددغه سړک دکار له کيفيت څخه خوښ نه دي زياته يي کړه دغه نوى سړک ددوي داستوګنې په  سيموکې  دخلکو دستونزو دحل کولو په خاطر  مثبت ګام دي .

 دده دڅرګندونو له مخې  ددغو کليو  اوسيدونکو دبغلان ولايت له لاري ديوسلو شل کيلو متره  واټن  په وهلو سره دسمنګانو ولايت مرکز ته  تګ راتګ کاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته