په سلګونو نوى ځواکونه بغلان ته واستول شول
کابل /د غبرګولې ٥مه /باختر
د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د سلګونو نويو افغان ځواکونو په استولو سره د دغې ولسوالۍ د سقوط خطر لرې شوى دى.
د بغلان د پوليسو وياند احمدجاويد بشارت د باختراژانس خبريال ته وويل چې پرون مازيګر په سلګونو کومکي ځواکونه د مرکزي بغلان په ولسوالۍ او د دغه ولايت د شکرې په فابريکه کې د سيمې له ځواکونوسره يوځاى شول.
بشارت د بغلان خلکوته ډاډ ورکړ چې ډېرژربه د بغلان په امنيتي حالت کې مثبت بدلون رامنځته شي اوطالبانوته يې خبردارى ورکړ چې د بغلان په لرو پرتوسيموکې به هغوى له منځه يوسي.
د يادونې وړ ده چې يوه اوونۍ مخکې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ټولې مواصلاتي لارې د طالبانو تر واکمنى لاندې وې خواوس په مرکزي بغلان او د صنعتي بغلان اکمالاتي لارې پرانستل شوي دي.
ختم-ج –ا