دجلال آباد ښار باختر دغويي دمياشتې ١٤ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې په سلګونو جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ په تېرو ٢٤ ساعتو کې په څه د پاسه پنځه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
په دغو کروندو کې د کوکنارو د بوټو په له منځه وړلو کې د کرنې ، له نشه يي توکوسره د مبارزې کارکوونکو او امنيتي ځواکونو ګډون کړى وو.
سيمه يېزمسوولان وايي چې دغه بهيربه د کوکنارو له شتون څخه د ننګرهار ولايت تربشپړ پاکولو پورې دوام وکړي . پاى ذکرالله