روغتیا

په سلوکې څلويښت افغان ماشومانو په خوار ځواکۍ اخته دي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ د دغه هيواد زيات شمېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نړۍ په کچه د ميندو او ماشومانو د مړينې له پلوه هم په لومړى رديف کې دى او د پوليو د ناروغۍ مثبتې پيښې چې د ماشومانو د دايمي ګوزڼ سبب کيږي؛ هم په دغه هيوادکې شته او اوس خوارځواکي هم زياته شوې ده.
په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ اصلي عوامل بيوزلي، وزګارتيا او ککړچاپيريال، د کورنيو لږ عوايد، سيمه ييزې ستونزې او انساني ناروغۍ دي.
يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق وايي: اوس هم په افغانستان کې په سلوکې ٤٠ ماشومان د خوارځواکۍ د ناروغۍ له امله ځوريږي.
په افغانستان کې د يونيسف د ادارې مسوولين وايي: په دغه هيوادکې د خوارځواکي له ناروغي سره د مبارزې لپاره د تشخيص مرکزونه يې جوړکړي دي او په دغې ناروغۍ په اخته ماشومانو ته خوراکي توکي وشي.
د يونيسف ويندوى وايي: په افغانستان کې په سلوکې٤٠ ماشومان په خوارځواکي اخته دي او په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د ستونزې څيړنې ته دې بايد په لومړيتوب کې ځاى ورکړى شي، ځکه دا ډيره مهمه او حياتي ده. په خوارځواکۍ اخته ماشومان لنډه ونه، کوچنى جسم او لږ ذکاوت لري.
د تيرو کلونو په پرتله په افغانستان کې دغه ناروغۍ لږه شوې ده خو اوس هم د افغانستان د ماشومانو لپاره يوه جدي ستونزه بلل کيږي.
دغه ناروغۍ په ټول افغانستان کې شته خو په فراه او بدخشان او د هيواد په جنوب لويديځو ولايتونوکې په دغې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زيات ليدل کيږي.
د روغتيايي کارپوهانو د څرګندونو له مخې: ماشومان تر دوه کلنى پورې بايد د شيدو په واسطه تغذيه شي او د ناروغۍ د نښو نښانو په صورت کې بايد ډير ژر روغتيايي مرکزونو ته وليږدول شي او دوى د افغانستان له دولت، د نړۍ له روغتيايي سازمان او يونيسف، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو له وجهي صندوق څخه هم غواړي چې په دغه هيوادکې د ماشومانو د خوارځواکۍ د جرړو د ايستلو لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته