په سرپل کې په سلګونو کيلوګرامه تېرتاريخ درمل وسوځول شو

کابل، د غبرګولي٤مه، باختر
د سرپل د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې یې يو ټن تېرتاريخ درمل سوځولي دي.
د سرپل د عامې روغتيا رياست باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي چې دغه تېرتاريخ درمل د سرپل د عامې روغتيا رياست او د سانچارک ولسوالۍ د پلاوي په همکارۍ له درملتونونو څخه راټول کړای شول.
د سانچارک ولسوالۍ امنيه قوماندان وويل چې دغه درمل د پلاوي پر وړاندې وسوځول شول.
\ ج