اقتصاد

په سرپل کې په بزګرانو دکرنې اصلاح شوي تخم او کيمياوي سره وويشل شوه.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٥
په سرپل ولايت کې په  زرګونو تنو بزګرانوته دکرنې اصلاح شوي تخم او کيمياوي سره وويشل شوه .
دغه مواد دکرنې او اوبو لګولو  وزارت  له خوا برابر شوي او په ټيټه بيه د بزګرانو په واک کې  ورکړ شوي دي.
دسرپل ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس انجينر جعفر اميرزي باختر آژانس ته وويل  چې په دې دوره کې په دولس زره شپږ سوه شپږو تنو بزګرانو ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه دپاسه درې سوه شپاړلس ټنه تخم او کيمياوي سره وويشل شول.
دسرپل سيمه ييز مسوولين  هيله لري چې داصلاح شوي تخم او سرې په  ويشلو سره په  دغه ولايت کې د کرنې حالت ښه  کړي او د بزګرانو ستونزې  لرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته