ټولنه

په سرپل کې پر مالدارانو د کانګو ناروغۍ د مخنيوي درمل ووېشل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
د سرپل د کرنې او اوبولګولو رياست، د کانګو ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه پر مالدارانو د څارويو درمل ووېشل.
د سرپل د کرنې او اوبو لګولو رييس محمد سليم رنجبر باختر آژانس ته وويل چې د څارويو برخې اووه ګرځنډه ټيمونه مالدارانو ته د پوهاوي ورکولو، د کانګو ناروغۍ يا د څارويو د تبې د خپرېدو د مخنيوي په مقصد ولسواليو ته واستول شول.
دغه ټيمونه د څارويو د ساتنې په سيموکې په درمل شينډلو سربېره، د دې ناروغۍ د خپرېدو د پايلو له پوهاوي وروسته، د دغه ولايت په مرکز او شپږګونو ولسواليوکې شپږ قلمه درمل او د درمل شينډلو وسايل د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره پر مالدارانو ووېشل.
رنجبر زياته کړه چې دغه خطرناکه او وژونکي حيواني ناروغۍ زياتره انسانانو ته هم انتقال کوي چې بايد مخه يې ونيول شي.
ويل کېږي دغو ټيمونو نن خپل عملي کار د سرپل په مرکز او اړوند ولسواليوکې پيل کړ.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته