کابل باختر دزمري اتلسمه :
دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ کې ٢٣٥ تنه ملکي وګړي پرون دوسله والو طالبانو له اسارت څخه وژغور ل شول .
دسرپل دوالي وياند ذبيح الله اماني دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طآلبانو ٢٣٥ تنه ملکي وګړي دصياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ سيمه کې اسيران کړي وو چې له خبرو او ددغه ولايت دسپين ږيرو په منځګړيتوب او دوالي په هلوځلو سره ازاد کړى شول .
ده زياته کړه چې زياتره ژغور ل شوي کسان ښځې دي .
ده زياته کړه چې يو زيات شمير ملکي وګړي لاتراوسه پورې هم دمخالفانوپه اسارت کې دي .
دسرپل دوالي وياند وويل چې ټاکل شوې ده نن له مخالفانو څخه دنورو ملکي وګړو دژغورنې او دميرزااولنګ دسيمې دبيرته نيولو لپاره دافغان پوځيانو عمليات نن پيل شي .
وسله والو طالبانو دداعش په ملګرتيا دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ دميرزا اولنګ سيمه دروان کال دزمري دمياشتې په ١٤ نيټه ونيوله او په دې بهير کې څه ناڅه ٥٠ تنه ملکي وګړي ووژل شول چې دغه پيښه د بهرنيو هېوادونواو دافغانستان حکومت اوخلکو له خوا وغندله شوه .
وسله وال طالبان ادعاکوي چې دوى په ميرزا اولنګ کې دملکي وګړو دوژنې مسوول نه دي خو په سيمه کې عيني شاهدانو ويلي دي هغو کسانو چې دخلکو په يومخيزې وژنو لاس پورې کړ سپين او تور رنګه بيرغونه له ځان سره لرل .
0 1 دقیقه لوستل