کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
په سرپل ولايت کې د اووه نيم کيلو مترو په اوږدوالي يو واټ قير شو .
د سرپل د والي وياند باختر آژانس ته وويل چې دغه سړک د اووه نيم کيلومترو په اوږدوالي او پنځو مترو په سور قير شو او په دغه تګلوري کې ١٢پلګي او ١٩٠ متره استنادي ديوالونه هم جوړ شوي دي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو سازمان د همغږۍ د دفتر په مرسته د ديارلسو ميليونو افغانيو په لګښت په اتو مياشتو کې قير او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ويل کيږي د دغه سړک قير کول د کورنيو په اقتصاد مثبته اغيزه کوي او ۱۵ کلي يې د سرپل – جوزجان له لويې لارې سره نښلولي دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ