ټولنه

په سرپل کې يو واټ باندې کريړ واچول شو .

کابل /  دليندې ١٧مه /باختر :
په سرپل کې په پنځه کيلومترو سړک دکريز اچولو کار بشپړ شو او دغه واټ نن پرانستل شو .
دسرپل دښاروالۍ يوه مسوول ګلاب الدين  د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړک  د پنځو کيلومترو په اوږدوالي  اودشپږومترو په سور دسرپل ښار په لومړى ناحيه کې  دښاروالۍ له عوايدو څخه دديارلسو ميليونو افغانيو په لګښت کريړ واچول شو .
هغه زياته کړه چې ددغه سړک دکار په بشپړېدو سره   دڅه دپاسه زرو کورنيو ته دتګ راتګ اسانتياوې برابرې شوې دي
مخکې له دې  هم ددغه ولايت په مرکز دپاين کنت په سيمه کې  دشپږو کيلومترو په اوږدوالي يو واټ دملګروملتو دپرمختيايي ادارې په مالي مرسته جوړ او پرې کريړ اچول شوى دى.
ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته