روغتیا

په سرپل کې يوروغتيايي کلينيک جوړيږي .

کابل باختر د لړم  څوارلسمه :
په سرپل ښار کې ديوه روغتيايي کلينيک  دجوړولو کار نن پيل شو .
دسرپل ولايت دعامې روغتيا رياست سرپرست ډاکتر  نور الحق مراد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه روغتيايي کلينيک دعامې روغتيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ددوه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت په يوه پوړ کې په پاخه ډول په يوه کال کې جوړيږي .
ډاکتر مراد زياته کړه چې په دې کلينيک  کې څوارلس خونې له ټولو ضروري ملحقاتو سره يې په پام کې نيول شوي دي .
ددغه کلينيک دبنسټ ډبره دسرپل  دوالي عبدالقادر اشنا له خوا کيښودل شوه .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته