په سرپل کې له مالدارو ښځو سره مرسته وشوه .
کابل باختر دغبرګولي پنځمه :
دسرپل په ولايت کې نن په مالدارو ښځو دمالدارۍ وسايل وويشل شول .
دغه وسايل دکرنې اوبولګولو او مالداري وزارت دبڼوالى اومالداري دملي پروژې له خوا په دغه ولايت کې په يوسلو پنځه شپيتو مالدارو ښځوچې ارزښت يې درې مليونه افغانۍ کېږي وويشل شول .
دسرپل ولايت دکرنې دادارې رييس محمد سليم رنجبر باختراژانس ته وويل چې دڅارويو دژوندانه دځاى دساتنې اوڅارنې دغه وسايل او درمل ديوې شپږ مياشتنى روزنيزې دورې له پاى ته رسيدو وروسته دسرپل ولايت د سانچارک ، سوزمه قلعه ، ګوسفندي او دصياد په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې په دغو ښځو وويشل شول .
څه موده مخکې هم دهېواد دکرنې اوبو لګولو اومالدارى وزارت دبڼوالى اومالدارى دپروژې مسوولينو په دغه ولايت کې دکرنې وسايل، حيواني درمل او نباتي افتونوضد توکي ويشلې و .
ختم- ف_ اکرم