کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه
په سرپل کې نن سلو مصيبت ځپلو کورنيو مرستې ترلاسه کړې.
د سرپل د والي وياند باخترآژانس ته وويل، يادې کورنۍ د وروستيو نا امنيو اوطبيعي پيښو له امله د سرپل په مرکز او ولسواليو کې زيانمنې شوې دي.
له پيښو سره د مبارزې ملي ادارې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په درشل کې له دغو کورنيوسره د خوراکې توکو او نغدو پيسو مرسته وکړه.
پاى ج ذ