امنیت

په سرپل کې د پنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

سرپل باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه  :
په سرپل ولايت کې تېره شپه د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو پنځه تنه وسله وال طالبان کې ووژل شول.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان خليل الله دستيار د باختر آژانس خبريال ته وويل:  دغه طالبان په هغو هوايي بريدونوکې وژل شوي دي چې د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ او د دغه ولايت د مرکز شيرم يانو په سيمه کې ترسره شول.
دستيار زياته کړه چې په دغو بريدونوکې اووه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او د دښمن له دوو ليږدونکو وسايطو سره يوه قرارګاه او يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه تللي دي.
پاى ذ کرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته