په سرپل کې د پنځوسو کليو د سړکونه ستونزه حل کېږي .

کابل باختر د وري  ديارلسمه :
د څلورو ټولګټو  پروژو کار پرون په سرپل کې  پيل شو .
د سرپل  دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا  ريېس  باختراژانس ته وويل چې دغه پروژې  دکليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د لارو جوړولو او کليو د پروګرامونو له لارې د سانچارک  او بلخاب په ولسواليو کې  تطبيقيږي .
هغه زياته کړه په دغو پروژو کې د بلخاب ولسوالۍ  د سفيد خاک له سيمې تر د بلخ ولايت د زارى ولسوالۍ  تر اندراب سيمې پورې د ديرش کيلومتره  سړک کريړ اچول او جوړول ،   ١٥٠ کيلو متره کليوالي سړکونه او د بلخاب  ښار په مرکز کې د درې کيلومتره سړک کانکريت شامل دي .
ده زياته کړه چې دغه پروژې څه د پاسه  د دوه سوه مليونو  افغانيو په لګښت سره رغول کېږي چې  په بشپړولو  سره به يې نه يوازې دبلخاب ولسوالۍ دخلکو ستونزې حل شي بلکې دکابو پنځوسو کليو دسړک دنشتوالي ستونزې به هم حل شي .   ختم_ شکريه_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته