خبرونهاقتصاد

په سرپل کې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې  

کابل، د تلې لومړۍ نېټه، باختر 

په سرپل کې د ځایي مسوولینو له لوري د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي. 

د سرپل مرستیال والي داملا محمد نادر حقجو د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې  

په دغه ولایت کې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ۷ میلیونه ۷۳۵ زره افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ او یوه پولګوټي د جوړولو چارې پیل شوي، چې د ۵ میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

چې یاد سوداګریز مارکېټ د سرپل سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او پانګوالو ته د پانګه اچونې په موخه جوړېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته