امنیت

په سرپل کې د ميرزا اولنګ د قربانيانو مړي خاورو ته سپارل کيږي

سرپل/ باختر د زمري پنځه ويشتمه :
ټاکل شوې ده د ميرزا اولنګ د خونړيو پيښو دقربانيانو مړي نن د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  دسرپل ولايت په ښارکې خاورو ته وسپارل شي .
دباختر اژانس دخبر له مخې:
د دوه پنځوسو تنو مړي چې د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ سيمه کې د ډار اچوونکو طالبانو او داعشيانو له خوا شهيدان شوي وو، پرون مازيګر د دغه ولايت مرګز ته وليږدول شول .
دهېواد امنيتي ځواکونو د ميرزا اولنګ سيمې له بېرته نيولو وروسته دغه مړي په ډله ييزو قبرونوکې ترلاسه کړل .
دعامه نظم د شپږمې لوا قوماندان حبيب الله قريشي ويلي دي چې دمړو  په منځ کې بوډاګان او ماشومان هم شامل دي چې په بې  رحمانه  ډول وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته