امنیت

په سرپل کې د لسو هکتارو ځمکو د خړوبولو زمينه برابره شوه

سرپل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
په سرپل ولايت کې پنځه څاګانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دغه څاګانې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام  له لارې د سرپل ولايت د سانچارک، سوزمه قلعه او د ګوسفندي په ولسواليوکې  کيندلې شوې او په سولري بريښنا او واټرپمپونو سمبالې شوې دي.
د سرپل ولايت د کرنې او اوبو لګولو د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام مسوول کنشکا حميدي باختر آژانس  ته وويل: د دغو څاګانو کيندل درې ميليونه ٦٠٠ زره افغانۍ لګښت لري چې په سلوکې ديرش يې د بڼوالو او نوريې د کرنې اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ورکړ شوي دي .
حميدي زياته کړه چې هره څاه د دوه هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته