امنیت

په سرپل کې د طالبانو یو سرګروپ له دولت سره یوځای شو

کابل / باختر/ د چنګاښ۱۱ مه
په سرپل کې نن د وسله والوطالبانو یو سرګروپ له دولت سره یوځای شو.
د سرپل امنیه قوماندان مل پاسوال خواجه غلام جیلاني ابوبکر باختر آژانس ته وویل چې د طالبانو دغه سرګروپ په ملا شیرزاد مشهور جوره تورن، له دولت سره له مخالفت لاس واخيست او له وسلې سره یې د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ پولیسو ته تسلیم شو.
د سرپل والي عبدالقادر آشنا ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې د امنیت د تامین لپاره زیاتې هڅې کوي .
هغه سولې ته د وسله والو طالبانو پیوستون نېک فال وباله او د دولت له نورو مخالفینو څخه یې وغوښتل چې له دغه بهیر سره یوځای شي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته