سرپل باختر دوري دمياشتې ٣١ نيټه :
دکانکور آزموينه نن په سرپل ولايت کې پيل شوه.
په سرپل ولايت کې دکانکور دآزموينې دپيل کولو رئيس عبدالرحمن سبحاني دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې په دغه ولايت کې څه دپاسه ١٦٧٠ تنو دکانکور په آزموينه کې ګډون کړي وو چې له هغې جملې څخه يې ٧١٩ تنه نجونې وې.
سبحاني زياته کړه چې ټول داوطلبان دبايومتريک دسيستم له تيرولو وروسته په آزموينه کې ګډون وکړ تر څو دتقلب مخه ونيول شي.
ده زياته کړه: هغه شميرفارغان چې دکانکور له آزموينې څخه پاتې شوي دي کولاى شي کابل کې په هغې متفرقه آزموينه کې ګډون وکړي چې د ولايتونو دآزموينې له اخيتسلو وروسته تر سره کيږي. پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ