په سرپل کې دپنځو تنو وسله والو ډاراچوونکو وژل کيدل

سرپل باختردوږي دمياشتې٢٣نيټه : پنځه تنه وسله وال ډاراچوونکي پرون په سرپل ولايت کې ووژل شول. دځانګړوقطعاتو دقول اردودمطبوعاتومسوول ډګرمن عبدالقيوم نورستاني دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛ دغه وسله وال ډاراچوونکي دسرپل ولايت په مربوطاتو کې دکوماندو ځواکونو په ګډو او چاڼيزوعملياتو کې ووژل شول. نورستاني زياته کړه په دغوعملياتو کې درې تنه نوروسله وال طالبان ټپيان اوڅلورتنه نوريې ونيول شول . د ده دڅرګندونوله مخې ؛ پوځيان بريالي شول چې د دغه ولايت قوش تپه ، سيدآباد او سرتخت عربيه کلي دوسله والو ډاراچونکوله شتون څخه پاک کړي. دکوماندو دځواکونوعمليات د دغه ولايت دنا امنوسيموترپاکولو اود دښمن ترله منځه وړلو پورې دوام لري . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته