په سرپل کې د١٤ تنو ډاراچوونکو وژل کيدل

سرپل باختر دوري دمياشتې ١٧ نيټه  :
څوارلس تنه وسله وال ډار اچوونکي پرون د سرپل ولايت په ګوسفندي ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند  جګړن محمدحنيف رضايي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه  ډاراچوونکي  د وليد_٣ د عملياتو په  دوام  د دغه ولايت  دګوسفندي ولسوالۍ په شيرمونو سيمه کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول.
په دې پيښه کې  شپږ تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي  او يوولس کلي هم  د ډار  اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته