کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
په سرپل ولايت کې د نوي کال په درشل د نياليګو دايښودلو پروګرام نن پيل شو . دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، په دې پروګرام کې دسرپل ښار دسمسورتيا او ښکلا په خاطر ديرش زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي ايښودل کېږي .
دسرپل والي عبدالقادر اشنا ددغه پروګرام دپرانستلو په غونډه کې له خلکو او ددولتي ادارو له مسوولينوڅخه يې وغوښتل چې دايښودل شويو نيالګيو ساتنې او خړوبولو ته جدي پاملرنه وکړي .
دولايتي شورا رييس محمد نور رحماني ، دحج او اوقافو رييس ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې رييس اودسرپل ښاروال په وار سره ددغو نيالګيو او دژوندانه دچاپيريال ساتنې دپاک ساتلو دارزښت په باب خبرې وکړې او له خلکو څخه يې وغوښتل چې دخپل چاپيريال دسمسورتيا په لاره کې هلې ځلې وکړي .
دغه پروګرام دکب د مياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې دوام کوي .او ټاکل شوې ده دوه سوه زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي دښار دسمسورتيا په خاطر وپلورل شي .
ختم- ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل