امنیت

په سرپل کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل – باختر – دتلې دمياشتې ١٧

نهه تنه وسله وال طالبان  په سرپل ولايت کې دنويو نښتو له امله ووژل شول.

دغه جګړې  دسرپل ولايت  دکوهستاناتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه ونښتې چې پوځيانو په يوې  ډلې يرغلګرو بريد وکړ.

په سرپل ولايت کې  دملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته  خبرورکړ  چې په دغو نښتوکې  نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

ده وويل :  جګړه هغه وخت ونښته چې پوځيانو په يوې ډلې تروريستانو ډزې وکړې.

ويل کيږي  چې په دې نښـته کې  پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته