امنیت

په سرپل کې دطالبانو دډزو له امله ددوو ښځو وژل کيدل .

-کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
په سرپل ولايت کې  دوسله والو طالبانو دډزو له امله  دوه ښځې ټپيانې شوې .
دغه پيښه تيره شپه  ناوخته  دسرپل  ښار _  بلخاب ولسوالۍ ترمنځ  واټ کې هغه وخت رامنځته شوه چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو دملکي وګړو دسپرلۍ  په موټر ډزې وکړې .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان جنرال نور حبيب ګلبهاري  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دطالبانو  په دغو ډزوکې  دوه ښځې  ټپيانې شوې دي .
  درارسيدلو خبرونو له مخې ، طالبان  په ډزو سره  ددغه موټر په درولو بريالي شول خو کله چې غوښتل يې  سپرلۍ يې  له ځان سره  بوځي  دسيمې دخلکو له مقاومت سره مخامخ شول او ددغه موټر ټولې سپرلۍ  ديرغلګرو له منګولو څخه وژغورل شوې .
  په همدې حال کې  دسرپل ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند کاظم کنهان  وايي  چې امنيتي ځواکونو  ددغو ډزو دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .  دغه دوه ښځې په غاړه  او اوږه کې  ټپيانې شوې دي .
  څه ناڅه درې شپې مخکې هم  دسرپل ښار او دسانچارک ولسوالۍ ترمنځ  واټ کې دملکي وګړو دسپرلۍ په کاروان  دطالبانو دډزو له امله يو ملکي وګړى  شهيد او څلور تنه نور ټپيان شوي و .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته