په سرپل کې دزعفرانو کرکيله زياته شوې ده .
کابل باختر دوږي ديارلسمه :
په سرپل ولايت کې دزعفرانو کرکيله په سلو کې پنځوس زياته شوې ده .
دسرپل دکرنې رياست په دغه ولايت کې دزعفرانو دکښت په سلو کې دپنځوسو دزياتوالي خبرورکړ او ويې ويل چې سږ کال دزعفرانو دولس کيلوګرامه پياز په شپيتو تنو کروندګرو ويشل شوي دي .
دسرپل دکرنې ادارې رييس محي الدين عيني دباختراژانس خبريال ته وويل چې دزعفرانو شپيته نمايشي قطعې چې په سلو کې څلويښت يې ښځو ته په پام کې نيول شوي و د ٦٢٥ مربع مترو په ساحه کې چې دهرې نمايشې قطعې لپاره دزعفرانو دوه سوه کيلوګرامه پياز ويشل شوي دي چې په حاصلاتو کې په سلو کې پنځوس زياتوالي راغلى دى .
عيني زياته کړه چې دزعفرانو دپيازولګښت دکرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت له انکشافي بودجې څخه دکوکنارو دکرکيلې په بديل کې ددغه ولايت يوشمير کروند ګرو ته په پام کې نيول شوي دي
په سرپل ولايت کې دزعفرانو دټولنې مسوول خير محمد اودزعفرانو يوتن کروندګر له حکومت څخه دخوښۍ په څرګندولو سره غواړي چې دزعفرانودکرکيلې دودې، پراختيا او ترويج په خاطر له دوي سره مرسته وکړي .
ختم_ شکريه _ اکرم