امنیت

په سرپل کې ددوو تنو پوليسانو شهادت .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دپوليسو دوه  تنه  سرتيري تيره شپه په سرپل ولايت کې شهيدان شول .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر او سرپرست سمونمل عنايت الله حبيبي دباخترژانس خبريال ته وويل: دپوليسو دوه تنه سرتيري  دسانچارک ولسوالۍ  په مرده کلي کې  هغه وخت شهيدان شول چې وسله والو طالبانو ددوى په امنيتي پوستې بريد وکړ .
يوه اړونده خبرځاى  وويل  په دې نښته کې  دسيمې اوسيدونکو دامنيتي  ځواکونو په ملاتړ دياغي طالبانو په وړاندې  پاڅون وکړ او پرې يې نه ښودل چې طالبان کلي ته ننوځي .
ده زياته کړه که چيرې  وکړنۍ پاڅون نه واى  شوى ښايي دپوليسو دسردزيان شمير لوړ شوى واى .
حبيبي  زياته کړه  تراوسه پورې معلومه نه ده چې په دې پيښه کې څومره  طالبان وژل شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، يوملکي وګړى ديوه غير مسوول وسله وال له خوا دسرپل ولايت په بلخاب  ولسوالۍ کې وژل شوى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته