کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :
اته تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په دغو تروريستانو تيره شپه دکوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څيرمه ډزې وشوې .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل يرغلګر دکوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څيرمه په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .