په سريلانکا کې دځمکې ښوئيدنې له امله دبيدرکه شويو کسانو شمير يوسلو دوه نوي تنو ته ورسيد

کولمبو دويچه ويله   باختردلړم دمياشتې ٩ :
په سريلانکا کې د ځمکې ښوئيدنې دناتار دبيدرکه شويو  کسانو شمير تر اوسه پورې  يوسلو دوه نوي تنو ته رسيدلى دى.
دآلمان دخبري آ ژانس دخبرله مخې  : د سريلانکا پوځي وياند  جايانات جاياويرا
وويل :چې دجوي شرايطو دنامساعدوالي په دليل په ميريابدا سيمه کې  دپلټنې  دعملياتو له ترسره کولو ، بحران ځپلو سيمو ته  لاسبرى او هم دځمکې دبيا ښوئيدنې داحتمال په سبب دکار دستونزو له امله ، ددغه ناتار يوسلو دوه نوي تنه  بيدرکه شوي کسان  نه دي پيدا شوي .
ددغه خبرله مخې :  نږدې پنځه سوه تنو پوځيانو او وګړنيو داوطلبانو  دبيدرکه شويو کسانو دموندلو لپاره    دپلټنې عمليات له سره پيل شوي دي.
سره  له دې  چې تراوسه پورې  په دې پيښه کې دڅوارلسو تنو مړينه  تائيد شوې ده  خو دسريلانکا دبحران دمديريت  وزير ماهيندرا اماراويرا نن وويل :
چې نږدې يوسلو پنځوس تنه لا تراوسه پورې  تر خټو لاندې ښخ دي  او نږدې يوسلو پنځوس کورونه ويجاړ او نړولي دي.
دسريلانکا دصنايعو او کرنې وزير هم اعلام کړى دى  چې ددغه هېواد په مرکز کې  پنځو نورو سيمو ته  دځمکې ښوئيدنې داحتمال خبر دارى ورکړ  شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته