په زرګونو خلک د شبرغان ښار د دفاع لپاره يوموټي شوي دي
کابل/ د چنګاښ ٢٠مه / باختر
په جوزجان کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې خوځښتونه ګټور تمام شوي دي.
په جوزجان کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا قوماندان عبدالغني نظامي پرون رسنيو ته وويل چې د ولايت مرکز شبرغان ښارڅخه د دفاع لپاره ٣ زره خلک يو موټي شوي دي.
هغه زياته کړه: د دغو خلکو يو موټيتوب د نظام د دفاع او د امنيتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتيا او د وسله والو طالبانو پر وړاندې پرته له کوم امتياز څخه رامنځته شوى دى.
د سرچينې په وينا په جوزجان کې قومي مشران، مدني فعالان او ځوانان هره ورځ له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د پوځي اکمالاتو په برخه کې مرسته کوي.
د يادونې وړ ده چې په جوزجان کې د ښځو د حقوقو يوشمېر فعالانې وايي چې طالبان د بشر حقوقو او د ښځو حقوقو ته ارزښت نه ورکوي نو د کور په پرتله سنګر ته ترجيع ورکوي.
\ ذ