په زرګونو تنه مهاجرين له مقدونيې څخه صربستان ته ورسيدل

اسکوپيه- ايرنا- باختر د وږي دمياشتې ٢
په زرګونو تنه مهاجرين چې د يونان له لارې مقدونيې ته رسيدلي دي او له ورځو ورځو انتظار وروسته په زوره دغه هيواد ته ننوتي وو؛ ځانونه صربستان ته رسوي.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
د تيرې شنبې له ورځې څخه څه ناڅه ٦زره تنه پناه غوښتوونکي د صربستان جنوب ته رسيدلي دي چې په لنډ مهال کمپونوکې ځاى پرځاى شي.
پناه غوښتوونکي د پرسوُو ښارته ليږدول کيږي چې د مدرنو او سندونو په وړاندې کولو سره وکولاى شي بلګراد او د صربستان شمال او د مجارستان بدلوتو ته د سفر د دوام لپاره د تيريدو اجازه واخلي.
د مقدونيې پوليسوچې پخوا يې د مهاجرينو پرمخ د خپلو پولو تړل نه و منلي؛ د يکشنبې په ورځ يې خپل دريځ بدل کړ او خپلې پولې وتړلې. د مقدونيې دولت د فوق العاده حالت په اعلامولو سره د پولو د تړلو لارښوونه صادره کړه .
زياتره دغه مهاجرين د افغانستان، سوريې او عراق اتباع دي چې د يونان له لارې مقدونيې ته تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته