په زرنج کې د الکولي مشروباتو دتوليد يوه دستګاه کشف شوه

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
په نيمروز ولايت کې پرون دالکولي مشروباتو  دتوليد يوه دستګاه کشف او په تور  يې يو تن ونيول شو.
دنيمروز ولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند محمد باخترآژانس ته وويل چې ؛ دغه  دستګاه دنيمروز پخواني هوايي ډګر ته څيرمه کشف شوه.
ده زياته کړه چې له دغې دستګاه څخه   ٤٠٠ ليتره الکولي مشروبات او  ٤٩٢ کيلوګرامه  مميز چې دالکولي مشروباتو په  جوړولو کې ورڅخه استفاده کيده ضبط  او خاوند يې هم ونيول شو.
د يوبل  خبرله مخې ؛  په زرنج ښارکې د يوې ترافيکې پېښې له امله يوماشوم ووژل شو.
پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته