خبرونهټولنهروغتیا

په زابل کې ۸ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر

زابل کې د کلات ښاروالۍ له لوري ۸ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي چې د تېرو دوو میاشتو په موده کې راټول کړل شوي وو وسوځول شول.

د یادو توکو د سوځولو پرمهال د کلات ښاروال مولوي لطف الله لطيفي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، ښاروالۍ هر وخت کوښښ کړی ترڅو تر وخت تېر توکي وسوځوي او دې برخه کې یې خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکړی دی.

د ده په وینا چاته به اجازه ورنه کړي چې پر خلکو تر وخت تېر توکي وپلوري او د دوی له لوري د ښار له هټیو څخه څارنه دوام ولري.

پرهمدې حال د کلات ښار یو شمېر اوسېدونکو د ښاروالۍ له دې اقدامه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې ښاروالي دې وخت ناوخته د ښار له ټولو کاروبارونو لیدنه وکړي او د غیر قانوني کړنو مخه دې ونیسي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته