امنیت

په زابل کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ باختر/دغبرګولي ٢٨مه
لس وسله وال طالبان په زابل کې په يو لړ هوايي بريدونوکې ووژل شول او ۱۷ نوريې ټپيان شول .
پر دغو وسله والوطالبانو تېره شپه او نن سهار په شاه جوی، ميزان او شينکي ولسواليوکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور يې ټپيان شوي دي. په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو درې پټنځي او جګړه ییز وسایل یې هم ویجاړ شوي دي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې په زابل کې د طالبانو ډلې د جنګي وسايلو يو ډيپو کشف شو.
دغه ډيپو د قلات ښار په شمال کې د وسله والو طالبانو په يوه پټنځي کې ساتل کېده.
د هېواد په جنوب کې يو پوځي مقام وايي چې له دغه ډيپو څخه څو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.
  ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته