په زابل کې ۲۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته کورونه جوړ شول
٤٧- قلات/ د مرغومې ۲۸/ باختر
د زابل د پېښو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې ۲۰۰ هغه کورونه بیا ځل جوړ کړي چې په طبعي پېښو کې نړېدلي وو.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس حکمت الله خالد د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې تېر مالي کال یې په مرکز قلات، میزانې، شاه جوی او شهرصفا ولسوالیو کې هغه ۲۰۰ کورونه چې په طبعي پېښو کې نړېدلي وو بیا ځل جوړ کړي دي.
خالد زیاتوي چې دغه راز یې د همکارو موسسو په مرسته له ۱۵۰۰ کورنیو سره بیړنۍ مرستې هم کړې دي.
خالد وايي چې د روان ژمي لپاره یې هم پلان جوړ کړی چې په تطبیق کې یې ۱۸ دولتي ادارې او موسسې هم ملاتړ کوي.
د زابل د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وايي چې دوی تله هڅه کوي چې په خپل وخت زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې ورسوي او له خلکو هم غواړي چې په بېړنیو حالاتو کې د خپلو ورونو او خویندو لاسنیوی وکړي.
هغه له قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو څخه غواړي چې د سروې پر وخت ورته مستحقې کورنۍ په نښه کړي.
په ورته وخت کې که څه هم مرسته شوي کسان د مرستو په ترلاسه کولو خوښ دي، خو زیاتوي چې لا هم په دغه ولایت کې یو شمېر کورنۍ شته چې په ژمي کې د خوراک او پوښاک لپاره هیڅ هم نه لري.
دوى پر دولت، موسسو، سوداګرو او شتمنو کسانو غږ وکړ چې د بې وزله کسانو لاسنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې روانو جګړو زیات شمېر عام خلک زیانمن کړي چې له امله یې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي، دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې سوله او اوربند وکړي.
پای/وصال