خبرونهاقتصادTOPټولنه

په زابل کې یو پُل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د سلواغې ۳۰ مه، باختر

د زابل د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې یو استحکامي پُل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د زابل د ټولګټو چارو رییس مولوي احمد احمدي باخترآژانس ته ویلي چې یاد پُل د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۳،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نوبهار ولسوالۍ د سیند د پاسه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او ورسره په لس کیلومتره سړک کرېړهم اچول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې  دا مهال په یاد  ولایت کې د سړکونو او پلونو د رغولو زیاتې پروژې روانې دي چې یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د نوبهار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له لسیزو لسیزو را په دې خوا د نوبهار پر سیند باندې د تګ راتګ په وخت کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دې پُله په جوړېدو سره به یې ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته