خبرونهروغتیا

په زابل کې یو روغتیايي مرکز پرانیستل شو

کابل، د غبرګولي ۱۳ مه ،باختر

د زابل په مرکز قلات ښار کې یو روغتیايي مرکز پرانیستل شو.

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټرعبدالحکیم حکیمي باختر آژانس ته وویل، چې دغه شل بستریز روغتیايي مرکز د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو سازمان د عالي کمیشنرۍ  په لګښت د هوا پېژندنې په سیمه کې جوړ شوی دی.

دغه روغتیايي مرکز جراحی، د ماشومانو او نسايي ولادي عمومي داخلې څانګې لري.

د سیمې اوسېدونکي د دغه روغتیايي مرکز له جوړېدو خوښ دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته