خبرونهروغتیا

په زابل کې ګرځنده روغتیايي ټېمونه جوړېږي

 کابل ، د غبرګولی ۲۴ مه ، باختر

په زابل کې د کولرا ناروغۍ د کنټرول په موخه ګرځنده روغتیایي ټیمونه جوړیږي.

دغه روغتیايي ټیمونه د عامې روغتیا ریاست په هڅو د ( ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق) په مالي ملاتړ جوړېږي، چې AADA موسسه یې د تطبیق چارې مخته وړي.

د زابل د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي باختر آژانس ته وویل،  چې دغه ګرځنده روغتیایي ټېمونه به د مرکز کلات په ګډ،ن په شهرصفا، شاه جوی، شینکۍ او ارغنداب ولسوالیو کې فعالیت کوي.

حکیمي زیاته کړه، چې دغه ګرځنده ټېمونه به راتلونکې اوونۍ کې په یادو سیمو کې په فعالیت پیل وکړي.

د یاد ولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د زابل په بیلابیلو سیمو کې د کولرا ناروغۍ پېښې ثبت شوي؛ خو د مخنیوي او درملنې په موخه یې د زابل د عامې روغتیا ریاست بېړني اقدامات کړي دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته