خبرونهروغتیا

په زابل کې کولرا ته ورته ناروغي کنټرول شوې ده

کابل، د غبرګولي ۲ مه، باختر

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د شیخال سیمه کې روغتيايي ډلې په دې توانېدلي، چې په کولرا ناروغۍ د ماشومانو او ښځو په ګډون د (٣٠٠) اخته کسانو درملنه وکړي.

د زابل  د عامې روغتيا ریس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي باختر آژانس ته وویل، چې دغه ناروغي څو ورځې مخکې په یاده سیمه کې خوره شوې وه، چې همهاله زموږ صحي ټیمونه ساحې ته ورسېدل او د یونسیف همکارې موسسې په هڅو وتوانیدلو چې دغه ناروغي کنترول کړو.

حکیمي وایي د دوی تر رهبرۍ لاندې او د یونیسف موسسې په همکارۍ په سیمه کې(٢٥٠) کورنیو ته صابون او د کلورین ګولۍ ووېشل شوې.

نوموړی وایي د يادو ټیمونو کار لا هم په ساحه کې جریان لري او  دغو ساحو ته د څښاک پاکو اوبو د منابعو د جوړولو لپاره د کورنيو او بهرنيو موسساتو سره موضوع شریکه شوې او هيله مند دي، چې د څښاک پاکو اوبو منابع یادې ساحې ته په نژدې راتلونکي کې جوړې شي، په خبره یې د دې ناروغۍ نښې په خاک افغان، ارغنداب، مرکز کلات او د شاجوی ولسوالي په ځینو نورو کلیو کې هم ښکاره شوي چې دوی یې د کابو کولو په موخه تر توان پورې هڅې کوي.

د دې ولایت د دولتي روغتون آمر متخصص ډاکتر محمد داود مجیدي وایي دغه ناروغۍ د نظافت نه مراعات کولو،  ناپاکو اوبو او خوراک له امله رامنځته کیږي،  چې ناپاک چاپیریال کې په خورا چټکۍ سره خپرېږي، د مخنیوي لپاره باید په څاګانو کې د کلورين اچولو ترڅنګ خلک خپل نظافت او پاک څښاک او خوراک ته زیاته پاملرنه وکړي.

د سیمي خلک د صحت عامي څخه په مننه وایي چې که چېرې صحي ټیمونه  په مناسب وخت سيمې ته نه واى رسېدلې، نو ممکن و، چې لویه غمیزه به رامنځته شوې وه چې له امله به یې د نورو سیمو خلک هم پري اخته شوي وو.

دوی له اسلامی امارت، صحت عامې، نړیوالو سازمانونو او موسساتو څخه غوښتنه کوي چې په سیمه کې ورته د پاکو اوبو زمینه برابره کړي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته