خبرونهټولنه

په زابل کې ښځینه زده کړیالانو حجاب د مېرمنو لپاره زینت یاد کړ او په مراعت کولو یې ټینګار وکړ

– کابل، د ثور ۲۹ مه، باختر

په زابل کې ښځینه زده کړیالانو په یوه غونډه کې حجاب د مېرمنو لپاره زینت یاد کړ او په مراعت کولو یې ټینګار وکړ.

زده کړیالانو وویل چې حجاب حیا او د ښو اخلاقو مانا لري چې پرېښودل یې لوی فساد دی.

په خبره یې، حجاب د ښځې لپاره یوه حقیقي ښکلا او سینګار دی. دوی وویل چې حجاب الهي امر دی او الهي ټول حکمونه د انساني ټولنې په ګټه دي.

زده کړیالانو وویل چې نړیوال د ښځو د حقوق مخالفت کوي چې په حقیقت کې دوی ښځو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، برعکس یې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته