په زابل کې چاودنه وشوه
کابل باختر د تلي دوه ويشتمه
څو شيبې مخکې په زابل ولايت کې چاودنه وشوه .
باختر اژانس ته په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه چاودنه په کلات ښار کې يوې پوځي قرارګاه ته څيرمه شوې ده .
ويل کيږي چې دوسله والو طالبانو په دې چاودنه کې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو په کاروان بريد کړي دي .
په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان هم اوښتې دى .
سيمه ئيزو مقاماتو تراوسه پورې په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى .
د پيښې جزئيات وروسته خپريږي .