امنیت

په زابل کې څلور تنه پوځيان ووژل شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې٣٠ نيټه :    
څلور تنه سيمه  ييز پوليسان په زابل  ولايت کې د خپلو ملګرو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دوه تنه سيمه ييز پوليسان چې ويل کيږي چې د وسله والو طالبانو له ډلې سره يې اړيکې لري، په خپله پوسته کې په خپلو څلورو تنو ملګرو يې ډزې وکړې او وتښتيدل.
د زابل ولايت يوه امنيتي خبرځاى له باختر آژانس په اړيکه کې دغه پيښه تائيد  کړه او  ويې  ويل  چې په دې پيښه کې  څلورتنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شوي دي .
ده وويل: دوو تنو يرغلګرو چې له طالبانوسره يې اړيکې لرلې تښتيدلي او د هغوى د موندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته