کابل باختر دزمري ١١:
دزابل ولايت سيورۍ ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو دبريد لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه .
پوځيان وايي مخکې له دې چې طالبان په دې بريد اقدام وکړي دوى دطالبانو په پټنځيو بريدونه وکړل .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې لسګونو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام جيلاني فراهي باختراژانس ته وويل چې په دغو طالبانو په بريدونوسره په سيورۍ ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو ديرغلګرو دبريدونو مخه ونيول شوه .
ده وويل چې په دغو بريدونوکې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
دزابل ولايت پوځي مقامات وايي چې په دغو بريدونوکې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل