امنیت

په زابل کې پرطالبانو د پوځيانو په ناڅاپي بريد کې ١٢ ډار اچوونکي ووژل شول

-کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
په زابل کې د پوځيانو په ناڅاپي بريد کې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول .
د رپوتونوله مخې؛  په لسګونو وسله وال طالبان په يوه  ساحه کې راټول شوي و او غوښتل يې د ميزان او اطغرولسواليو پرپوځي پوستو بريد وکړي خو د ډار اچوونکو له اقدامه مخکې ، پوځيانو هوايي اوځمکني برېدونه وکړل .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو وايي چې د پوځيانو په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته د سرزيان اوښتى.
دغه قول اردو ومنله چې  په دې بريد کې  ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
ويل کېږي د پوځيانو د بريد په پاى کې د طالبانو سپکې او درندې جنګي وسايل د پوځيانو لاس ته ورغلي دي .
وسله والو طالبانو  تراوسه پورې  په دې باب څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې،امنيتي ځواکونو د زابل   له ګڼ مېشتو لاروڅخه د اتو ماينونو په کشفولوسره د يولړ چاودنو مخه ونيوله .
ختم _  شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته